نړۍ

امريکا د عراق عسکرو روزنه بيا پيل کړه.

واشنګتن- رويټرز – باختر د ثور دمياشتې ١٩
امريکا دوسله والو مليشو پرخلاف د مبارزې  لپاره د عراق دځانګړو ځواکونو
روزنه بيا پيلوي چې په اردن کې به  ترسره  شي .
دامريکا يو دفاعي مقام د رويټرز خبرى آژانس ته وويل ،چې د راتلونکې ميلادي
مياشتې له لومړيوڅخه عراقي عسکروته د تروريستي ضدځانګړې روزنې پيلوي.
دغه دفاعي مقام دغه راز وويل دعراق او شام اسلامي حکومت ياغيان د امريکا او عراق ګډ دښمنان دي او موږ غواړو په دې مبارزه کې له عراق سره  مرسته وکړو.
دعراق او شام اسلامي حکومت په عراق او سوريې کې  يوه فعاله ياغي  ډله  ده او دالقاعده د وفادارانو په توګه پيژندل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته