امنیت

نهه تنه ډار اچوونکي په دوو ولايتونوکې ووژل شول

کابل باختر دثور ٢٤:
نهه تنه ډار اچوونکي د سمنګانو او بغلان په ولايتونوکې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتوکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په تيرو  څلور ويشتو ساعتوکې د سمنګانو ولايت په روی دواب ولسوالۍ کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو د نښتو له امله اووه تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول او د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ د بالا دوري او بابه نظر  په سيموکې دوه تنه ډار اچوونکي طالبان وژل شوي، دوه تنه ټپيان او درې ماينونه کشف او شند کړى شوي دي .
دغه راز د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ په آبګرمک ساحه کې يوماين کشف او شنډ کړى شو .
  د يوبل خبرله مخې:
د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په بابه خيلو ساحه کې د غبار – ٧ عملياتو له امله د لشکر او مجنوب په نومونو دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان شوي دي چې ټپيان د ډار اچوونکو د ډلې د دوو تنو قوماندانانو قاري فريد او مولوي مرتضی پورې اړوند دي .
دغه راز د کونړ ولايت په چپه درې ولسوالۍ کې د دفاعي امنيتي ځواکونو او ډار اچوونکو ترمنځ وسله واله نښته کې د غلام يوسف د ډلې يو غړى محمد طارق ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته