امنیت

د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره د بروکسل او وارسا ناستو په اړه خبرې وکړې.

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د ناټو له ملکي استازي اسمعیل اراماز سره وکتل.
دملي امنيت دشورا دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
ښاغلي اراماز د بروکسل او وارسا ناستو لپاره د تياري له بهیر څخه د مالوماتو د وړاندې کولو پرمهال وویل چې په نیږدې راتلونکي کې به د بروکسل او وارسا ناستو لپاره د تیارۍ چارې بشپړې شي او ټولو ښکیلو لورو ته به د تياري له وروستي څرنګوالي څخه د یوې ګډې ناستې په ترڅ کې مالومات ورکړل شي. ارماز وویل زیاترو متحدینو له افغان ځواکونو سره تر راتلونکو دریو کلونو پورې د لګښتونو د ورکړې تياري ښودلی او د وارسا ناستې یو له مهمو خبرونو څخه به دا وي چې د ناټو پریکنده ماموریت موده به تر ۲۰۱۷ کال پورې وغیځیږي. ښاغلي اراماز همدارنګه د ترکیې په استانبول ښار کې د تماس نړیوال ګروپ ICG  وروستۍ ناسته چې د افغانستان لپاره  ځانګړې شوې وه  مثبته و بلله.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له افغانستان سره د ناټو دومداره ملاتړ او د ICG  په ګډون نړیوالو ناستو کې د افغانستان  اړوندو موضوعاتو ته د لومړیتوب ورکولو له امله قدرداني وکړه. ښاغلي اتمر له افغان ځواکونو په ځانګړي توګه هوايي ځواکونو سره د نړیوالو مالي او تخنینکي ملاتړ اړین وباله. ښاغلي اتمر د ناټو له ملکي استازي وغوښتل چې نړیوالو ته د ناټو له لارې دا پیغام ورسوی چې د افغانستان ستونزه یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده، بلکې ترهګر خپله نړیوالو ته لوی ګواښ دی چې افغان ځواکونه ورسره دامهال په جګړه کې ښکیل دي. د ملي امنیت سلاکار وویل چې د پولیسو په لیکو کې به په بیلابیلو کچو  سمونونه رامنځته شي،  په هغو سیمو کې چې د حکومت لپاره پرې تمرکز اړین دی د امنیتي ځواکونو په ځانګړي توګه د پولیسو شمیر به پکې د امنیت د خودندیتوب په موخه زیات شي. محمد حنیف اتمر د ناټو ملکي استازي ته په ډاګه کړه چې نړیوال باید په دې باور ولري او دا پیغام په پراخه کچه خپور کړي چې افغان ځواکونه نه یوازې د ترهګرو او افراطیانو په وړاندې په جګړه بوخت دی بلکې د نړیوالو تروریستانو په وړاندې جګړه به و ګټي.
په دې ناسته په یو شمیر دعلاقې وړ نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته