ورزش

د آلمان د فوټبال سيالۍ په شپږو لوبو سره دوام مومي

کابل باختر د لړم څلورمه :
د آلمان دفوټبال د لومړى لاس د ټيمونو د لسمې اوونۍ سيالۍ نن شپه په شپږو لوبو سره دوام مومي .
په دې سياليوکې چې د افغانستان په وخت د شپې په شپږو بجو ترسره کيږي؛ دباير لورکوزن ټيم د آګسبورګ، دباير مونيخ ټيم د هرتابرلين، د شلکه اودورتمند ماينز او د برانشويګ هانوفر، هافنهايم او د ولفسورګ د وردربرمن له ټيم سره سيالي  کوي.
باخترآژانس د نړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ: تراوسه پورې د بايرمونيخ  ټيم د جدول په سرکې ځاى لري او د دورتمند اوباير لور کوزن په دويم او دريم مقامونوکې ځاى لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته