کابل /دمرغومي ٢١مه / باختر :
له دې وروسته به دورزشکارانو مياشتنۍ حقوق دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت داسان خدمت شبکې له لارې ورکړى شي .
دبدنې روزنې اوسپورت رياست وياند عارف پيمان باختراژانس ته وويل چې ددغه پروګرام دپيلولو لپاره دزياترو ورزشکارانو دګوټو نښې اخستل شوي دي .
دپيمان دڅرګندونوله مخې، دتېرې اوونۍ په بهير کې دکورش ، سوک وهنې ، ګلف ، سکي ، ووشو ، جوجيتسو اودسنوکر فدراسيونونو دلوبغاړو دګوټو دنښې اخستنې پړاو پيل شو .
ختم _ ف _ اکرم