کابل / باختردسلواغې دمياشتې٢١نيټه :
شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د ډار اچوونې پرخلاف عملياتوکې ووژل شول او شپږ تنه نوریې ټپيان شول.
په دغو وسله والو طالبانو په تېرو ٢٤ ساعتو کې په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د دوى په سنګرونو له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د وسله والوطالبانو د ډلې د څلورو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ۳۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نوریې ټپيان شوي دي.
ده وويل: په دغو وسله والوطالبانو د شاولي کوټ ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دوى په سنګرونو بريدونه وشول.
په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو شپږ مرکزونه او د بمونو او ماينونو د جوړولو يوه کارخانه دړې وړې او له منځه وړل شوې ده.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پنځه تنه وسله وال طالبان د قندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول اويو تن يې ونيول شو.
پاى ذکرالله