امنیت

په نورستان کې د دریو تنو قوماندانانو په ګډون ۱۳ تنه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل باختر د وري د میاشتې ۳۱ مه
د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د کنده لبوک په سیمه کې د دریو تنو قوماندانانو په ګډون لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه وسله وال طالبان پرون له افغان ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته