ټولنه

د هغو ادارو ستاینه وشوه چې د ښځو د حضور زیاتوالي لپاره هڅه یې کړي

کابل / د کب ۲٢ مه / باختر
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د هغو ادارو چې د ښځو مشارکت زیاتوالي پالیسي تطبیق په برخه کې یې ډېره هڅه کړې، د تندیسونو په ورکړې سره وستایلې.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ښځو مشارکت زیاتوالي پالیسي تطبیق څارنې په رپوټ کې چې په ملکي خدمتونو کې د ملاتړ د رییسې، خجسته الهام له خوا وړاندې شو، د ۴۹ دولتي ادارو له جملې، د لوی څارنوالۍ ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د لوړو زده کړو وزارت، د ښځو مشارکت زیاتوالي پالیسۍ د تطبیق د کچې له نظره، په ترتیب سره په لومړیو، دویمو او درېیمو ځایونو کې راغلي دي.
په همدې توګه، د کليو پراختیا او بیا رغاونې، ښځو چارو، اقتصاد، عدلیې، پارلماني چارو کې د دولت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د معلوماتو او احصایې ملي ادارې او د پلټنې عالي ادارې په ترتیب سره، په وروسته ځایونو کې، د هغو ادارو په کتار کې راغلي دي چې د پالیسۍ تطبیق ډېره کچه یې لرلې ده.
په ملکي خدمتونو کې د ښځو ملاتړ رییسه وايي چې ممکن یو شمېر ادارو، په ملکي خدمتونو کې د ښځو مشارکت زیاتوالي پالیسي په ښه توګه تطبیق کړې وي، خو داچې اړین مدارک او اسناد یې وړاندې نه کړل، نه دي توانېدلي چې د رده بندۍ په لومړي پړاو کې راشي.
د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو مشارکت زیاتوالي پالیسۍ تطبیق څخه څارنه، د ۴۰ شاخصونو له مخې ترسره شوې چې کلي شاخصونه یې لکه د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو مشارکت زیاتوالي پالیسۍ څخه د پوهاوي کچې اړوند شاخصونه، د ښځو ګومارنې اړوند شاخصونه، د ښځو ظرفیت لوړولو اړوند شاخصونه، کاري چاپېریال کې د ښځو خوندیتوب اړوند شاخصونه، د ښځو د ازار او اذیت میکانیزمونو شاخصونه او د ښځو د بریالیتوب داستانونو شاخصونه را نغاړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري، د ښځو مشارکت زیاتوالي پالیسۍ تطبیق څخه د څارنې راپور وړاندې کولو په غونډه کې چې د ښځو ملاتړ واحدونو رییسانو او د ملکي خدمتونو ادارو بشري سرچینو رییسانو هم پکې ګډون کړی وو، وویل ډېری ښځې چې د ملکي خدمتونو په ادارو کې کار کوي، په منځنۍ او ورودي کچو کې دي او اړتیا ده څو د ښځو شتون په لوړو او پرېکړې نیولو کچو کې زیات شي.
ښاغلي نادري ښځو لپاره د خوندي چاپېریال جوړولو په اړه څرګنده کړه: «زموږ جمعي مکلفیت دا دی چې له ازار او اذیت پرته ښځو لپاره کاري چاپېریال جوړ کړو. ښځو لپاره خوندي چاپېریال، د ملکي خدمتونو په یوه سازمان کې د ټولیز او وګړنیز اخلاق ښکارندوی دی. د هېواد له ښځو څخه مې غوښتنه دا ده هر کله چې له ازار او اذیت سره مخ کېږي، باید له وېرې پرته په شهامت او جرات سره یې پروړاندې ودرېږي».
د کمېسیون رییس زیاته کړه:«د یوشمېر د لید لورو خلاف چې د ښځو حقوق نوې او بهرنۍ ښکارنده بولي، په افغانستان کې په برابره توګه د ښځو ونډې لرل، یوه وارد شوې ښکارنده نه ده او د دغه هېواد په فرهنګ او کلتور کې جرړې لري. تېر شل کلونه، یواځې فرصت وو څو دغه ونډه په سیاسي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې ډېره پیاوړې او زیاته شي.»
د کمېسیون رییس هیله څرګنده کړه چې د افغانستان ښځې او نارینه دې په زړورتیا سره، د مساوي حقوقو د ساتنې او د یوه متفاوته افغانستان د ارزښتونو ساتنې لپاره، هڅې او عدالت غوښتنه وکړي. پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته