مسکو باختر د کب څوارلسمه
دروسيې خلکو نن سهار ددغه هيواد دجمهوري رياست په انتخاباتوکې درايو په ورکولو پيل وکړ .
دغه ټولپوښتنه دروسيې دلري ختيځ په ځينو سيمو کې نن سهار پيل شوه او دترلاسه شويو خبرونو له مخې زيات خلک هيله لري چې ولاديمير پوتين به بريالي شي .
پوتين به چې ددريم ځل لپاره دروسيې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې ګډون کړي دي له نورو څلورو تنو سره سيالۍ وکړي .
په همدي حال کې لومړنۍ نظر سنجوني ښيي چې پوتين به دانتخاباتو په سلو کې شپيته رايي ترلاسه کړي .
په خبرونوکې ويل شوي دي چې دري سوه اتيا زرو تنو پوليسو ددغو انتخاباتو په خاطر سخت امنيتي تدبيرونه نيولي دي .