اقتصاد

له افغانستان سره د المان د مرستو په تړاو د مالیې وزارت وضاحت

کابل / دلړم ١٣مه / باختر
د المان د اقتصادي او پراختیایي همکاریو وزارت په ۲۰۱۹ مالي کال کې په مالي او تخنیکي برخه کې د ۲۱۱ میلیونو یورو مرستې ژمنه کړې وه. له دې جملې څخه ۱۳۹ میلیونه یورو یې په دوه اړخیز ژمنو پوري مشروط وو، چې له نېکه مرغه افغانستان وکولی شول په ټاکلې موده کې هغه ټولې ژمنې د دوه اړخیزه حساب ورکونې ترچوکاټ لاندې بشپړې کړي او یادې پیسې د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې ترلاسه کړي.
همدا شان د ۶.۲ میلیاردو افغانیو (معادل ۷۲ میلیونه یورو) سند، چې د ۱۳۹۸ کال دلړم دمیاشتې په ۱۱ نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د المان د اقتصادي او پراختیایي همکاریو وزارت ترمنځ لاسلیک شو، د ملي بودجې له سنده بهر وو او په هیڅ ډول ژمنې پوري مشروط نه دی او د افغانستان له پراختیایي لومړیتوبونو سره به ولګول شي.پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته