فرهنګ

د مبارکۍ پیغام

کابل –باختر د زمري د مياشتې ٢٧مه:
د افغانستان اسلامي جمهوریت
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

د هیواد د خپلواکۍ  بیرته اخیستلو د ۹۶ کلیزي په مناسبت؛
د مبارکۍ پیغام
۲۷-۰۵-۱۳۹۴
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهور ریئس محمد اشرف غني، د جمهور ریئس مرستیالانو، محترم اجرایوي ریئس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرایوي ریاست مرستیالانو، قاضي القضات او د ستري محکمې ریئس، د ملي شورا د دواړو جرګو ریئسانو، د کابینې غړو او سرلوړي افغان ملت ته؛ د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستلو، د شپږنوییمي کلیزي د رارسېدو په مناسب مبارکي وړاندي کوي.
خپلواکي د دولت رُکن، د ملت روح او د فرد بنسټیز حق دی. ژوند که له دغه حق څخه محرومېږي؛ بې ارزښته کېږي. د افغان ملت د تاریخ پاڼه پاڼه ددغه عظیم ملت د خپلواکۍ شاهدي ورکوي. د نړۍ د نورو ملتونو په څېر او لا هم ډېر دا ملت د یرغلونو او ښکېلاکونو د مستبدو لښکرونو سره مخامخ سوی دی؛ خو دې ملت په هیڅ صورت د خپلواکۍ ساتلو پر لاره د مبارزې هوډ نه دی بایللی. د ۱۲۹۸ل،  د اسد ۲۸مه ددې خبري هغه ثبوت دی چي ۹۶ کاله وروسته، نن یې په ویاړ تاسوته مبارکي درکوم.

پر خپلواکۍ مینو افغانانو!
خپلواکي د وخت د تعریف او تعبیر سره سم؛ پر سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي ثبات تکیه کوي، زموږ هر اړخیز ثبات تر ټولو لومړی؛ زموږ په یووالي کي نغښتی دی.
راسی! چي د ژبي، سمت، مذهب او نژاد پر اساس تبعیضونه او تعصبونه یوې خواته پریږدو او د ګران افغانستان د ازادۍ او استقلال د موسس او د ترقۍ او پرمختګ د قافله سالار اعلیحضرت غازي امان الله خان د فرمان، قانون او سپېڅلي وطن پالونکي احساس سره سم ټول هغه کسان افغانان وبولو چي د ګران افغانستان په قلمرو کي ژوند کوي، او د تابعیت تذکره یې لري.
راسی! د ټولو هغو کسانو خولې ماتي کړو چي زموږ د ګران هیواد د اوسېدونکو تر منځ په یوه او بل نامه بې اتفاقي اچوي، د پردیو غلیمانو ډول ته نڅېږي او د غلیمانو په څېر زموږ مظلومانو د وینو په تویېدلو او ښارونو او کلیو د تباهیو په لیدلو نه مړېږي.
دا وطن د پښتنودی، دا وطن دی د تاجکو
دلته کور د هزاره دی دلته اور دی د اوزبکو
د یو موټي، باثباته، پر خپلو پښو ولاړ او پیاوړي افغانستان په هیله مو، د خپلواکۍ بیرته اخیستلو د ۹۶یمي کلیزي په مناسبت د خوشالۍ جشنونه رنګین غواړم.
عبدالباري جهاني
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته