اقتصاد

په لغمان کې پر کلیوالي ښځو ۳۷۰ کارګاوې وېشل شوې دي

 مهترلام/د چنګاښ ۱۱ مه/باختر
د لغمان د کلیو دبیارغونې او پراختیا ادارې مسوولین وايي چې په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې پر کلیوالي ښځو د غالۍ اوبدلو ۳۷۰ کارګاوې وېشل شوې دي.
دوی وايي چې د کليوالي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام په اډانه کې تر اوسه پورې ۵۷۹ غالۍ او بېلا بېل ډول ټغرونه اوبدل شوي او مارکېټ ته وړاندې شوي دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا ادارې مشر انجنیر مجیب الرحمن د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې یې پر کلیوالي ښځو ۳۷۰ کارګاوې ویشلي چې تراوسه پورې دغو ښځو (۲۷۳۸) متره مربع غالۍ او ټغرونه اوبدلي دي.
سرچینه زیاتوي چې له اوبدل شویو غالیو او ټغرونو څخه کلیوالي ښځو  (۵۰۴۵۵۳۵) افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.
هغه وايي: د کليوالي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام په ۱۳۹۷ کال کې د لغمان په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې پیل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د کليوالي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام په چوکاټ کې لسګونه کسانو ته په کور دننه د کار اسانتیاوې برابرې شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته