کابل/باختر/ د تلې دمياشتې ١٠مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې صافۍ په مشرۍ د واټونو د نومولو د کميسيون غونډه نن جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
په دې غونډه کې د واټونو د نومولو د پنځو مواردو په باره کې چې د ځينو بنسټونو له خوا دغه کميسيون ته رسيدلي وو، خبرې وشوې او د دغو مواردو په برخه کې د کميسيون د غړو د نظريو او وړانديزونو له طرحه کېدو وروسته لازمې پريکړې وشوې.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د کميسيون د کار د بهير په ګړندي کولو باندې ټينګار وکړ.
پاى-وهاج
0 د یوې دقیقې څخه لږ