کابل/ د ليندۍ٢٢مه/ باختر کومانډويانو پرون په غزني کې د وسله والو طالبانو يو تبليغاتي مرکز ويجاړ کړ. د ځانګړوعملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل: د کومانډوځواکونو غزني ښار ته څېرمه په عملياتوکې د وسله والو طالبانو يو تبليغاتي او انتشاراتي مرکز کشف او ويجاړ کړ. هغه زياته کړه: په عملياتوکې د دښمن زيات شمېر تبليغاتي وسايل او تجهيزات، د الفتح په نامه د عملياتو رپوټ او د وژل شويو او ټپيانو د پېژندنې ليست ترلاسه شوي دي. پاى ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ