سیاست

قزاقستان د سولې او امنيت په لاره کې د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي

_   کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٧ :
د هېواد د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر چې د يوه جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ د قزاقستان پايتخت آستانه ته تللى دى، د دغه هېواد له مقاماتو سره يې د سولې او امنيت او د اقتصادي پرمختګونو په باب خبرې  پيل کړې.
د ملي امنيت د سلاکار مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د قزاقستان د ملي امنيت د شورا سکرتر له افغاني هيئت سره په خبروکې دسولې په لاره کې د افغانستان له هڅو سره د ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ وويل چې افغانستان د قزاقستان په بهرني سياست کې ځانګړى ځاى لري او په افغانستان کې سوله او ټيکاو په سيمه کې د ثبات لپاره جدي اړتيا ده.
ښاغلي زوماکانوف د نشه يي توکو قاچاق، سازمان موندلي جرمونه او مذهبي بنسټپالنه په سيمه کې د ډار اچونې د پراختيا او دوام اصلي عناصر وبلل.
زوماکانوف د ډار اچونې په وړاندې د مبارزې لپاره د سيمه ييزې اجماع په  جوړولوکې کار وکړ او هم يې د سيمه ييزو ستونزو پرخلاف د ګډې مبارزې لپاره  ګډ چلندونه ډيره مناسبه لاره وبلله .
قزاقستان چې په دې وروستيو وختوکې يې د ملګروملتو د سازمان د امنيت شورا د غير دايمي غړيتوب ترلاسه کړى دى، له افغاني هيئت سره يې ژمنه وکړه چې د دغې شورا په غونډه کې به په افغانستان کې د سولې د بهير او د دغه هېواد د نورو لومړيتوبونو ملاتړ وکړي.
قزاقستان دغه راز د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د افغانستان له غړيتوب سره هم خپل ملاتړ څرګند کړ .
قزاقستان په دې لټه کې دى چې افغانستان د جنوبي آسيا او د مرکزي آسيا هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره په يوه اقتصادي دهليز بدل شي او په دې لاره کې يې د افغانستان همکاري مهمه وبلله.
د ملي امنيت سلاکارمحمدحنيف اتمر په خپلوخبروکې د قزاقي لوري د تاوده هرکلي او هم د دغه هېواد د هميشنيو همکاريو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې د افغاني هيئت د خبرو اصلي محور سوله او امنيت دى چې د دغو دوو اصولو په تامينولوکې اقتصادي همکاري مهم رول لري.
محمدحنيف اتمر وويل چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ د دوام لپاره د دواړو هېوادونو د جمهورو رييسانو ترمنځ د نظر يو والى شتون لري او د دغې همکارۍ د هڅونې او پراختيا لپاره يې د پروګرامونو په جوړولو باندې ټينګار وکړ.
محمدحنيف اتمر زياته کړه چې په سيمه کې تروريستي ډلې د نشه يي توکو د قاچاقو له لارې پيسې ترلاسه کوي او خپلو ډار اچوونکو  موخو ته د رسيدو لپاره په همدې پيسو وسله او مهمات پيري .
ده په سيمه کې د نشه يي توکو د قاچاقو  په مخنيوي باندي ټينګار وکړ .
د هېواد د ملي امنيت سلاکار په قزاقستان کې د اقتصادي نندارتون  جوړول په سيمه کې د اقتصادي پراختيا او د تجارتي اړيکو د نږدې والي لپاره يو ښه فرصت وباله او په دې نندارتون کې يې افغان سوداګرو ته د ونډې ورکولو له امله قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته