امنیت

اته وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/ د تلې ۱۶ مه / باختر
د لوګر چارواکي وايي چې د مرکز پل علم په کمال خېلو سیمه کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ٥ نور یې ټپيان شوي دي.
د والي ویاند شمشاد لاروي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې ګډو افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د لوګر په بېلابېلو سیموکې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي: هوايي ځواکونو د مرکز پل علم په کمال خېلو سیمه کې پر وسله والو طالبانو برید وکړ چې پکې اته وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور یې ټپیان شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته