ټولنه

په پکتياکې دفاتحې اخيستلو مراسم پرځاى شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ٤ :
په بلخ ولايت کې   د ٢٠٩ شاهين قول اردو  دوروستۍ پيښې دشهيدانو پاک روح ته ددعا دکولو په خاطر  پرون په پکتيا کې دفاتحې اخيستلو مراسم پرځاى شول.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ په دغو مراسمو کې  چې دپکتياوالي ، امنيتي مسوولينو ، دولايتي شورا غړو ، قومي مشرانو ، دمدني بنسټونو فعالانو او ځوانانو ګډون کړى و په بلخ ولايت کې په  ٢٠٩ شاهين قول اردو دډاراچوونکو  وروستى بريد وغندل شو.
په دغو مراسمو کې دپکتياوالي زلمي ويسا دافغانستان دخلکو دسولې او سوکالۍ ددښمنانو تروريستي عمل  چې د جمعې دلمانځه داداکولو په وخت کې په ډيرمقدس ديني ځاى کې ترسره شو داسلامي او انساني ارزښتونو پرخلاف وباله اوپه ډيرو سختو الفاظو سره يې وغانده.
په دغو مراسمو کې ويناوالو وويل چې  ډاراچوونکي  زموږ دهېوادوالو  دوژنې  ، دښوونځيو ، مدرسو، مقدسه اماکنو ، پلونواوپلګوټو دويجاړولو  او دافغانستان دملت ديووالي اوپيوستون دګډوډولو لپاره له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي.
دمراسمو برخه والو دلوى خداى (ج)  له دربار څخه  شهيدانو ته دفردوس جنت  او ټپيانو ته دبشپړې روغتيا او دشهيدانو کورنيو اوپاتې کسانو ته دجميل صبر هيله وکړه  .
دغه رازپه  دغو مراسمو کې دارواښاد سيداسحاق ګرديزي دشهادت دلومړۍ کاليزې درناوى هم وشو او ددغه شهيد دشخصيت په باب خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته