سیاست

دعامې روغتيا دوزارت نوماند اودملي امنيت دلوى رياست نوماند خپل کارى پروګرامونه بيان کړل

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢ :
دعامې روغتيا دکانونو او پطروليم او دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژي دوزارتونو نوماند وزيرانو او دملي امنيت دلوى رياست نوماند نن په ولسي جرګې کې په حاضريدو سره خپل کار پروګرامونه بيان کړل.
دباخترآ ژانس دخبريال دخبرله مخې :   دولسي جرګې عمومي غونډه په داسې حال کې
جوړه شوه چې دغونډى غړو دوه تابعته  لرونکو وزيرانو ته  د رايي ورکولو دڅرنګوالي په باب سخت اختلاف لرى.
يو شمېر په دې ټکى ،ټينګار کوي چې دويم تابعيت نه شى  کولاى د رايي   ورکولو  لپاره خنډ وى  او د دوه تابعته نوماند وزيرانو دصلب په باب دپوهنې  اودلوړو زده کړو ،  دنړيوالو اړيکو او دمرکزي پلټنې دکميسيونونو پريکړې دهېواد  داساسي قانون پرخلاف دي  او بايد دغه موضوع دولسي جرګې دعمومي غونډې له خوا تصويب شي.
په داسې حال کې چې يو شمېر نورو هم ټينګار کوي نوماند وزير په داسې حال کې کولاي شي رايه واخلي چې دخپل دويم تابعيت څخه تير شي.
دغه خبرې اترې په داسې حال کې کيږي چې پرون داستازو دمجلس غړو اوه تنه نوماند وزيران د دوه ګونې تابعيت له امله ردکړ.
له زياتو خبرو سره سره دعامې روغتيا دکانونو او د پطروليم او دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژي دوزارتونو نوماندانو او دملي امنيت دلوى رياست نوماند خپل کارى پروګرامونه بيان کړى  اودملت داستازو پښتنو ته   يې ځوابونه وړاندې کړل.
ټاکل شوې  ده دشنبې په ورځ هم يوشمير نوماند وزيران  خپل کاري پروګرامونه دولسي جرګې غړو ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته