ټولنه

په هيوادکې د زلزلې له امله څه دپاسه ١٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٤ :
په افغانستان کې د نننۍ زلزلې له امله درې ويشت تنه شهيدان شول .
ددغې زلزلې له امله چې مرکز يې دلغمان ولايت مرکز دمهترلام ښار بلل شوى دى؛ دغه راز يوسلو شپږديرش تنه نور ټپيان شوي دي.
ددغې زلزلې له امله د سر زيان  دافغانستان په ختيځ کې په تيره بيادننګرهار اولغمان په ولايتونو کې اوښتى دى.
دلغمان ولايت يو سيمه ييز مقام باخترآژانس ته وويل چې ددغې زلزلې له امله شپږتنه وژل شوي او درې پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي.
په لغمان ولايت کې د سردزيات زيان ددغه ولايت دمرکز دمهترلام ښار په  شاخواکې اوښتى دى هغه ځاى چې دهواپوهنې دمرکزونو له خوا ددغې زلزلې مرکز بلل شوى دى .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شيرزاد وايي: د دووتنو مړى اويوسلو پنځه تنه ټپيان  ددغه ولايت روغتونونو ته ليږدول شوي دي .
د سره رود ، کوز کونړ ، کامې  او د دره نور ولسوالۍ ددغه ختيځ  ولايت له نورو سيمو څخه يو زيات زيان اوښتى دى .
د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوال سيدعلي اکبر سادات باخترآژانس ته وويل چې په دغې  ولسوالۍ کې ددغې زلزلې  له امله دوه تنه وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان شوي دي.
ددغې ولسوالۍ د سلطانپور، موى مبارک، زيړانيو او نغرکوکې لس کورونه ويجاړشوي دي.
دغه راز دننګرهار ولايت دکوزکونړ، کامې او دره نور له ولسواليو څخه په رسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې ددغې زلزلې له امله ديو ماشوم او د يوې ځوانې نجلۍ په ګډون، څلورتنه شهيدان  شوي او پنځه څلويښت تنه نورټپيان  شوي دي.
دننګرهار د ولايتي شورا  غړى اميرمحمدضابط وايي چې زيانمن شوي کسانو  لومړنيو مرستو ته اړتيالري .
په همدې حال کې په  کونړ ولايت کې هم د زلزلې له امله د سر زيان اوښتى دى .
د کونړ د والي ويندوى واصف الله واصفي باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يوتن شهيد او اته تنه نورټپيان شوي دي .
ده دغه راز ددغې زلزلې  له امله داستوګنې د اويا کورونو ويجاړيدل تائيدکړل، خو دکونړيوبل مقام په دغه ولايت کې د سر د زيان شمير اته تنه ښودلى دى. له بله پلوه په نورستان کې هم د سر زيان اوښتى دى.
د نورستان يومقام په دې پيښه کې د دريو تنو شهادت او د درې ويشتو تنو ټپي کيدل تائيدکړى دى، خو د نورستان د ځينوولسواليو د ناامنۍ له امله  په دې پيښه کې د سر د دقيق زيان په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي .
دباخترآژانس خبريال زرداد شينوارى د نورستان دسيمه ييزو مقاماتو له خولې وايي چې د سر احتمالي زيان دکامديش په سرحدي ولسوالۍ کې اوښتى دى.
دغه راز د نورستان سيمه ييزو مقاماتو د برګ متال او نورګرام په ولسواليوکې د سر د احتمالي زيان خبر ورکړ.
ددغې زلزلې سختوالى  دځمکې پيژندنې د ادارو له خوا پنځه اعشاريه اووه درجې ښودل شوې دي .
دغې زلزلې د څو ثانيو لپاره دافغانستان ، پاکستان اوهندوستان ځينې سيمې جړقولې، خو وروستيو ټکانونو يې تر يوې دقيقې پورې دوام درلود .
ويل کيږي ددغې زلزلې له امله په پاکستان کې هم د سر زيان اوښتى دى.
ددغې پيښې دقيق جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته