ټولنه

په بادغيس ولايت کې دغالۍ اوبدلو کورس پاى ته ورسيد.

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٩ :
دبادغيس ولايت شپږتنه کونډې ا وبيوزلې ښځې له يوې روزنيزې دورې له تيرولو وروسته دغالۍ اوبدلو له کورس څخه فارغې شوې.
دبادغيس ولايت دکليو دبيا جوړولواوپراختيا رييس سيدرسول اکبري باختراژانس ته وويل  چې دغه پروژه دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا دوزارت له خوا  داووه پنځوسو زرو ډالرو په لګښت په خپلو پښو ددريدو په لاره کې ددوه شپيتو تنو بيوزلو اوګونډو ښځو ته جوړه شوې وه.
ددغه کورس  يوې برخه والې امنې وويل، زه پخوا په کور کې ناسته وم او ددغه کورس په جوړيدو سره مې وکولاي شول غالۍ اوبدل زده کړم او اوس کولاي شم خپله کورنۍ اعاشه کړم.
دبادغيس ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيار رييس وويل چې ددغه کورس په پاى کې  دکورس برخه والو ته دغالۍ اوبدلو يوه دستګاه او نور ضروري لوازم چې په غالۍ اوبدلو کې کارول کيږي په فارغانو وويشل شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته