سیاست

دبدخشان امنيتي حالت وڅيړل شو

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٧ :
دبدخشان ولايت امنيتي حالات نن د مشرانو جرګې درييس  فضل الهادي مسلميار، ددغې جرګې  د اداري هيئت او دبدخشان ولايت د سناتورانو له خوا د ملي دفاغ  له وزير، د ملي امنيت له سرپرست او دکورنيو چارو وزارت له امنيتي چارو له ستر معين  سره وڅيړل شول.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: دبدخشان سناتورانو  دجرم ، وردوج ، بهارک، شهدا او ديمګان په ولسواليو کې دناامنيو دپراختيا او د دولت  دوسله والو مخالفينو دنفوذ  په باب معلومات ورکړل  چې له  امله يې ددغو ولسواليو يوشمير اوسيدونکي بې ځايه  شوي دي؛ دوى څرگنده کړه چې ددغه ولايت ديوشمير وکيلانو  اوسياسي کړيو مخالفتونه نااواره ځمکه او دسيمه ييزې ادارې نه همغږۍ د دې سبب شوي دي چې په دغه ولايت کې جګړه اوناامني پراختيا ومومي.
وروسته دملي دفاع وزير دبدخشان ولايت دامنيتي حالت په باب معلومات ورکړل او ويي ويل چې په دې باب يولړ اقدامات شوي دي اويوشمير  بې ځايه شوي کسان بيرته خپلو اصلي ټاټوبو ته ستانه شوي دي اوهلې ځلې دوام لري چې ددغو ولسواليو امنيتي حالت بيرته عادي شي اوسبا به دجمهوري رياست  له لومړي مرستيال سره دغونډې  په بهيرکې  دحل لارې  چارې ولټول شي .
دغه راز دمشرانو  جرګې رييس فضل الهادي مسلميار  د ارزګان ولايت دګيزاب ولسوالۍ ديوشمير مشرانو  سيمه ييزې ستونزې هم واوريدې.
په دې کتنه  کې قوماندان سام ګل دنورو په استازيتوب  دخپلو سيمه ييزو ستونزو دوړاندې کولو په ترڅ کې  په دوو جلاجلا ادارې واحدونو ددغې ولسوالۍ  دويشلو په باب دجمهوري رياست  د حکم  دنه تطًبيق يادونه وکړه او ويې چې دهغه له مخې،  ددغي ولسوالۍ   شمالي برخه  دپاتو دولسوالۍ په نامه په دايکندي  ولايت پورې  اړوند  اوجنوبي  ساحه يې  دچوني ولسوالۍ په نامه په ارزګان ولايت پورې اړوند شي خو تراوسه پورې  دسيمه ييزو ارګانونو ادارې په  دې باب عملي اقدام نه دي کړي.
دمشرانو جرګې رييس د دوى دستونزو له اوريدو وروسته وويل  چې دغه  موضوع به له اړوندو ارګانونو سره طرحه کړي او دحل لاري  چاري به يي ولټوي.
دغه راز دمشرانو جرګي  لومړي نايب  محمدعلم  ايزديار   نن د چارو داداري  اودوزيرانو شورا د دارلانشا  له سترسلاکار حبيب الله  اصغري  سره وکتل.
په دي کتنه کي  چې يوشمير  سناتورانو اودمشرانو جرګي  ددارلانشا  لوي رييس هم  برخه لره  حبيب الله اصغري  دسنامجلس  دلومړي  نايب په توګه دمحمدعلم ايزديار  دبياټاکني له  امله ده ته مبارکي وويله  او څرگنده  يي کړه چې  دسنامجلس له خپلو نظارتي واکونو څخه په استفادي سره تل دقانون جوړولو اودخلکو  داستازيتوپ په لاره کي خپل مسووليتونه په ښه توګه ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته