امنیت

جمهوررئیس حامدکرزي د کابل په ښارکې تروریستي برید په کلکه وغانده

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د کابل په ښارکې د ملي دفاع وزارت د عملې پر یوه موټر باندې ځان مرګي تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوې دي
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نن له غرمې وروسته د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د ملي دفاع وزارت د عملې پر یوه موټر د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا ځان مرګی تروریستي برید وشو چې له امله یې دوه تنه شهیدان او نهه تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی په داسې حال کې چې د هند هېواد د نوي منتخب صدراعظم د لوړې په مراسموکې د ګډون په موخه هغه هېواد ته تللی دی، د دغې تروریستي پیښې له رامنځته کېدو څخه خواشینی شو او دغه غیر انساني او غیر اسلامي عمل یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله چې نه غواړي افغانستان یو پیاوړی امنیتي ځواک ولري.
جمهوررئیس کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان د خلکو دښمنان به په خپلو دا ډول غیر اسلامي عملونو سره هیڅکله هم د هېواد ساتنې په لاره کې زموږ د امنیتي ځواکونو عزم او اراده کمزوري نه کړي.
د هېواد جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته