امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د ۴۵ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

هرات باختر دغبرګولي دمياشتې ١١ نيټه : د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۹ ګډ تعرضي او چاڼیز،۸۷ځانګړي کوماندویي عملیات او ۹هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو ترسره کړل او د افغانستان هوایي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۱۱۴پروازونه ترسره کړي دي چې په پایله کې یې د نهو تنو داعشیانو او د طالبانو د یو تن سیمه يیز قوماندان په ګډون ۴۵ تنه وسله وال ترهګر ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپیان شول. د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه ګډ عملیات چې د توپچي او هوایي قوتونو په ملاتړ دننګرهار، غزني، میدان وردک، ارزګان، هرات، فاریاب، بغلان بلخ ، تخار او هلمند په ولایتونو کې تر سره شول؛ په پایله کې د غزني ولایت د اجرستان، اندړو ولسوالیو او مرکز اړوند سیمه کې د طالبانو د یو تن سیمه يیز قوماندان مولوي جواد په ګډون ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي، د ننګرهار ولایت د پچیراګام او شینوارو په ولسوالیوکې ۹ تنه داعشیان وژل شوي او یوه قرارګاه له منځه وړل شوې او د ارزګان ولایت د چورې په ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او۲ موټر له منځه وړل شوې دي . همدا راز په یادو عملیاتو کې د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي ، د میدان وردګو ولایت د سید آباد په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د هرات ولایت د ګلران په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او يو تن تپي شوی دی .# پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته