سیاست

د جمهور ريیس غني د بیا انتخابېدو په مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د مبارکۍ پیغام

 کابل د کب ٢٣ مه باختر 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ريیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونيو ګوتریش د مبارکۍ پیغام رارسیدلی دی.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ د جمهور ريیس غني د بیا انتخابېدو په خاطر د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مبارکۍ په دې پيغام کې یې لیکلي: خوشحاله یم چې له افغان ولس او حکومت سره د همکارۍ په برخه کې د مشارکت او ګډو هڅو په روحیه شته ستونزو او فرصتونو ته د رسېدګۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدار تعهد ډاډ درکوم.
هغه زیاته کړې ده: هیله لرم چې ستاسې تر رهبرۍ لاندې د ملګرو ملتونو سازمان او افغانستان ترمنځ همکاري لاپیاوړې کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په دغه پیغام کې د افغانانو په رهبرۍ د سولې د ټینګښت په خاطر خپل نېک نیت څرګند کړی او لیکلي یې دي؛ امید لرم  سیاسي حل لارې ته رسېدل په افغانستان کې د تلپاتې انکشاف او دایمي سولې لامل وګرځي.
هغه د مبارکۍ د دغه پیغام په پای کې څرګنده کړې، ملګري ملتونه چمتو دي چې د ښځو او ځوانانو مانا داره ونډې سره  په  افغانستان کې د سولې د ټول شموله پروسې ملاتړ وکړي.
پاىذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته