سیاست

د ډاډګيرنې پيغام .

کابل باختر دوري شپږمه
دافغانستان دبهرنيو چارو  دوزير ډاکتر زلمى رسول له خوا دبنګله ديش دبهرنيو چارو دوزير ديپوموني په نامه ددغه هيواد دجمهور رييس ظل الرحمن دمړينې  له امله په دې شرحه  د ډاډګيرنې پيغام ليږل شوى دى .
په داسې حال کې چې ددوست هيواد بنګله ديش  ددغه ستر ملي او سياسي شخصيت مړينه ضايعه بولم او دخپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږي مراتب ستاسو او ستاسو له لارې دبنګله ديش خلکو او دارواښاد پاتې کسانو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج ()  له دربار څخه اروا يې ښاده غواړم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته