ورزش

دفوټبال فدراسيون په لوبغالي کې دمصنوعي چمن ځاى پرځاى کول پيل شول .

کابل /دکب  ٥مه / باختر :
دافغانستان دفوټبال فدراسيون  لوبغالي کې دنوي مصنوعي چمن  ځاى پر ځاى  کول پيل شول.
مصنوعي چمن  چې همدااوس په  دې لوبغالي کې  ځاى پرځاى  دى . په  لس کاله مخکې پورې  اړه لري . او دمسوولانو دڅرګندونو له مخې ، سل سلنه له نننيو منل شويو معيارونو سره سمون نه لري .
  ټاکل شوې ده  په کابل کې دافغانستان دفوټبال فدراسيون  دلوبغالي اوسنى مصنوعي چمن په چاريکارو ښار کې  دپروان  په لوبغالي کې  ځاى پرځاى شي.
دافغانستان دفوټبال فدراسيون ديوې خبرپاڼې په  خپرولو سره ويلي دي  چې دمعياري  مصنوعي چمن  په جوړولو عملي کار په نږدې راتلونکې کې پيلېږي .
دافغانستان دفوټبال فدراسيون لوبغالى  هر وخت  دسراسري سياليو ډګر دى .
دافغانستان دفوټبال غوره ليک هم  کال په کال  په دې لوبغالي کې  ترسره کېږي .   ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته