امنیت

په سمنګانو کې د پنځو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ٢٤ مه د سمنګانو ولایت د کوز دره صوف پر ولسوالۍ او تایخونک کلي کې د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول. د سمنګانو امنیتي مسوولين وایي چې دغه بریدونه تېره شپه په دغې ولسوالۍ کی د پوځیانو د مقاومت له امله په شا وتمبول شول. د کوز دره صوف ولسوال عبدالیقین احمدي دباختر آژآنس خبریال ته وویل چې پنځه تنه وسله وال طالبان له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپیان شول . د سمنګانو د ولایتي شورا رییس وایي چې د کوز دره صوف ولسوالۍ یوه ستراتیژیکه سیمه ده، ځکه د ډبرو سکرو د کان د مواصلاتي لارې په تګلوري کې چې د هېواد د ډبرو سکرو له سترو کانونو څخه دی، موقعیت لري او دولت باید د هغه د امنیت د تامینولو لپاره هلې ځلې وکړي. پای/ شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته