امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل باختر دکب دمياشتې ٧ :
اته  تنه وسله وال طالبان په نورستان  ولايت کې د نوې جګړې په بهيرکې ووژل شول.
په دغو جګړوکې چې تېره شپه په کامديش ولسوالۍ کې رامنځته شوې؛ درې تنه نور يرغلګر ټپيان شول.
جګړه له هغه وروسته ونښته چې يوې ډلې طالبانو  د ډيورند له کرښې څخه په تېريدوسره د افغانستان د سرحدي ځواکونو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې د طالبانو د يوه پاکستاني قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل: دغه يرغلګر هغه وخت ووژل شول چې د ډيورند له کرښې څخه په تيريدو سره د افغانستان د سرحدي ځواکونو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته