امنیت

فاریاب ولایت کې د طوفان او خطاب په نومونو د طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان ووژل شول

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
د تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۱۲ ترهګر وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، تورن جنرال دولت وزیري، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:" د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۴ ترهګر د هلمند په نادعلي ولسوالۍ، ۳ ترهګر د ارزګان په چورې ولسوالۍ، ۳ ترهګر د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند شمال ګاه او صمد خیلو سیمو او د طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د هغه په خبره د دغو عملیاتو پر مهال ۱۲ ترهګر ټپیان شوي هم دي.
همدارنګه د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ اړوند د زور کوټ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې په چاودېدونکو توکو بار صرف او سراچه ډوله موټرونه کشف او تر لاسه شوي دي. په دغو عملیاتو کې ۶ ترهګر نیول شوي، چې له هغوی څخه ۲ میله کلاشینکوفونه او ۴ تومانچې تر لاسه شوي دي.
وزیري وویل، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا ۶۰ ماینونه چې د دښمنانو له لورې د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
هغه زیاته کړه، همدا اوس په ۱۲ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ۱۵ تعرضي عملیات روان دي او همداراز کومانډو ځواکونو هم په یو شمېر ولایتونو کې ۵۶ تهاجمي عملیات تر سره کړي دي. په همدې حال کې د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۶ هوایي بریدونه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند،د ننګرهار، کونړ، پروان، غزني، کندهار، زابل، فراه، بادغیس، فاریاب، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې دغه عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته