ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې شل تنه افغان مهاجرين ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
د قم – تهران په واټ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله زموږ ٢٠ تنه هيوادوال شهيدان او ١٠تنه نور ټپيان شوي دي.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت يوه خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د يکشنبې په ماښام د قم – تهران په تګلورې کې د قم ښار په ١٦ کيلومترى واټن کې رامنځته شوه.
پوليس موټرچې ٣٠ تنه افغان مهاجرين يې ليږدول؛ له يوې لارۍ موټرسره ټکر وکړ.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت کارکوونکي سيمې ته استول شوي دي چې موضوع له نږدې وڅيړي.
د يادونې وړ ده چې د پيښې شهيدانو او ټپيانو د استوګنې سندونه نه لرل او ټپيان د قم ښار بهشتې روغتون ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته