سیاست

په لندن کې د ډار اچوونکې پيښې په باب دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت اعلاميه.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
دبريټانيا دپارلمان مقرته څيرمه په لندن کې د وستمينستربريج کې ډار اچوونکى بريد چې له امله يې يو شمير ووژل شول او څه ناڅه شل تنه نور ټپيان شول د ژورې خواشنۍ سبب دى.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت ددغه ډار اچوونکي بريد دسختې غندنې په ترڅ کې دقربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګندوي او ټپيانو ته دبشپړې روغتيا هيله کوي.
دافغانستان دولت چې په وروستيو دوو لسيزو کې په پرله پسې توګه دجنايتکارانه تروريستي عملونو قرباني دى او هره ورځ د زياتوقربانيوپه ورکولو سره له دغې نړيوالې پديدې سره دجګړې په لومړۍ ليکه کې ده او دهغو هيوادونو غم چې دجنايتکارانه تروريستي عملونو قرباني کيږي،په ښه ډول درک کوي دافغانستان دولت د وروستې يوې نيمې لسيزې په بهير کې له افغانستان سره دبريټانيا دشاهي هيواد دهمکاريو  او قربانيو له امله مننه کوي او ټينګار کوي چې د ډار اچوونکو دجنايتکارنه عملونو او ګواښونو څخه دامن او خوندي نړۍ دجوړولو لپاره د دې اړتيا ده چې له دې وروسته د ډار اچوونکو ډلو دتمويلولو او سازمان ورکولو په اصلي منابعو او جرړو بريد وشي او وچې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته