ټولنه

دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو دنړيوالې ورځې په اړوند يوه غونډه جوړه شوه

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
دښخو پرخلاف دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو  دنړيوالې ورځې په اړوند  نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر دآمريت له خوا يوه  غونډه جوړه شوه.
دباخترآژانس  دخبريال دخبرله مخې : په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو  معينې سيمين حسن زاده په ټولنه کې دښځې درول په اړوند خبرې وکړې او ويې  ويل  :  دتاوتريخوالي مسئله   يوه نړيواله پديده ده  او بايد  دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو دنړيوالې ورځې په نامه  ديوې ورځې   په نمانځنې بسوالى ونه شي  بلکې  په ډير ښه انساني فرهنګ کې  هره ورځ دښځې پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو ورځ وي  خوبيا هم دغه شان ورځې کولاى شي چې ويده وجدانونه ويښ کړي .
حسن زاده زياته کړه  چې په ديني لارښوونو کې دښځې مقام لوړ او غوره دى  او ښځې ته درناوى  شوى دى او ټول  بنسټونه دې بايد دښځو دحقوقو دتامينولو په وړاندې خپل مسووليت  په ښه توګه ادا کړي .
دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دجندر آمرې محبوبې سادات په خبرو کې وويل : دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي خبرې  له هغو مواردو څخه دي چې په تيرو ديارلسو کلونو کې دټولنې  دټولو وګړو له خوا  طرحه شوي دي .
دې زياته کړه چې دافغانستان ښځې له بيلابيلو ناحيو څخه  ځوريږي يوشمير يې خپل حقوق نه پيژني ، ځينې يې دليک لوست له نعمت څخه بې برخې دي  او يو زيات شمير نورې يې هم له زياتو کورنيو  او ټولنيزو ستونزسره  مخامخې دي .
سادات  زياته کړه   چې په هېواد کې  په نـسبي ډول د ټيکاو له ټينګښت وروسته دافغانستان دولت هم    دافغانستان  دبحران ځپلې ټولنې   دنيمايي وګړو په توګه دښځو دستونزو  دله منځه وړلو پرځاى  د دې ټکى  دبيانولو  له لارې  چې  ښځو او دهغوى  حقوقو ته  دې بايد درناوى وشي   دښځو په راضي ساتلو کې  هر اړخيز اقدامات کړي دي په داسې حال کې  چې افغان ښځې له هر څه څخه زيات  ښوونې او روزني اوپخپلو  مدني اواسلامي حقوقو  پوهاوي ته اړتيا لري .
دې وويل :  اوس له نوي حکومت څخه  په هېواد کې  د ښځو پرخلاف  دهر راز تاوتريخوالي دله منځه وړلو لپاره دجدي پاملرنې غوښتنه کوو.
په دې  غونډه کې دباختر آژانس  رييس  خليل مينوي هم  په خبرو کې دښځو حقوقو ته پاملرنه يو مهم کار وباله او ويې ويل   چې نوى  حکومت دښځو  حقوقو ته زياته پاملرنه کوي  او دانتخاباتي مبارزو په وخت کې يې هم  ژمنه کړې  وه چې قدرت ته درسيدو په وخت کې به   حکومت يې  په مهمو دولتي پستونو کې ښځو  ته لازم او  مناسب ځايونه په پام کې ونيسي .
ده زياته کړه ، چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپل کاري استقامت په پام کې نيولو سره تل هلې ځلې کړې دي  دښځو حقوقو  چې دټولنې نيمايي وګړي کيږي دتصويري ، چاپي او  اوريدونکو رسنيو له لارې خلکو ته ورسوي چې له شک پرته دغه وزارت   ددغه شان وسايلو په لرلو سره کولاى شي   دښځو حقوقو  په ټولو اړخونو کې يې خلکو ته ورسوي.
دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي او اداري رييس ظاهر حسن په ټولنه کې دښځې درول  او ارزښت په اړوند خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې دښځې پرخلاف دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو کار دې بايد له کورنيو څخه پيل شي او ټول بايد  داسلام دمقدس دين  دحکمونوپه پام کې نيولو سره دښځې  دحقوقو  او دښځې  دشتون دارزښت درناوى وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته