سیاست

حامدکرزي : له بحران څخه دخلاصون يواځنۍ لاره دلويې جرګې جوړول دي

‘-کابل باختر زمري ٣٠ دافغانستان داسلامي جمهوريت پخواني جمهور رييس حامدکرزي په هغه پيغام کې چې دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت يې دهېواد دخلکو په نامه ليږلي دي دهېواد داوسني بحران دحل کولو لپاره ددوديزې لويې جرګې دجوړولو غوښتنه کړې ده . دباختراژانس دخبرله مخې ، دهېواد پخواني جمهور رييس په دې پيغام کې ويلي دي چې دافغانستان خلکو دتاريخ په اوږدو کې مهمې ملي مسئلې دوديزې لويې جرګې ته په رجوع سره چې زموږ دخلکو دملي ارادې ممثله ده حل او فصل کړي دي . دهېواد روانو حالاتو ته په پاملرنې سره اوس هم له اوسنيو ستونزو څخه دوتلو او سولې او امنيت ته درسيدو لپاره يواځنۍ اغيزمنه لاره هماغه ددوديزې لويې جرګې جوړول دي . چې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه دخلکو د ډله ئيزو تصميمونو په نيولو سره ، موږ افغانان بيا د خپل اختيار خاوندان شو . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته