اقتصاد

د هرات د کرخ ولسوالۍ د تولیدي رومیانو قرارداد دوو تولیدي شرکتونو ته ورکړ شو

کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر
دوو خصوصي شرکتونو د هرات د کرخ ولسوالۍ توليدي روميان په خپل انحصار کې راوستل.
ټاکل شوې ده دغه شرکتونه  د کرخ له رومیانو څخه رُب، کیچپ او جوس جوړ کړي.
بزګرانو د دغه قرارداد هرکلی وکړ او دا کار یې د خپل کار او بار د سمون سبب وباله.
د فیصل حافظي او ملکه جامي شرکتونو د کرخ له ٤٥ بزګرانو سره، په قرارداد کې اعلام وکړ چې هر کال د دغو بزګرانو د محصولاتو پیسې مخکې له مخکې ورکوي .
د کرخ یو بزګر صابر د خوښۍ په څرګندونو سره وویل: پخوا رومیانو ته بازار موندنه ډېره سخته وه، خو اوس یې چې تولیدي  شرکتونه اخلي، موږ هلې ځلې کوو چې له پخوا زيات د خپل کار کیفیت او کمیت لوړ کړو.
پا‌ى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته