سیاست

طالبان : له امريکا سره دسولې دموافقه ليک دبشپړېدو لپاره هڅه دوام لري

دوحه باختر د وږي ٦مه : دامريکا او طالبانو داستازو دخبرو دنوي پړاو شپږمه ورځ په قطر کې دطالبانو دسياسي دفتر يوشمير غړي وايي چې دسولې دموافقه ليک دبشپړېدو لپاره هڅې دوام لري . دطالبانو له استازو سره دافغانستان د روغې جوړې په چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو دځانګړي استازي زلمي خليل زاد دخبرو نهم پړاو دتېرې اوونۍ دپنجشنبې په ورځ پيل شوې او ددواړو لورو ترمنځ له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو ، ددې لپاره چې نور دافغانستان له خاورې څخه دبل هېواد پرضد ګټه وانخستل شي بين الافغاني خبرو او اوربند لپاره دطالبانو دتضمين په خاطر خبرې دوام لري. دطالبانو دسياسي دفتر وياند سهيل شاهين ددوشنبې دورځې ناوخته په خپل تويتر کې ليکلي دي چې دسه شنبې دورځې په لسو بجو او دېرشو دقيقو له امريکايي ټيم سره خبرې دوام کوي، هڅه کوو چې دموافقه ليک وروستي تکي بشپړ کړو . دغه خبرې دتړلو دروازې ترشاروانې دي اوتراوسه پورې دامريکا او طالبانو ترمنځ دموافقه ليک جزييات خپاره شوې نه دي . پرون زلمي خليل زاد هغه رپوټونه ردکړل چې ګنې دهغې موافقې پربنسټ چې ټاکل شوې ده په قطر کې دامريکا او طالبانو ترمنځ بشپړه شي، امريکا به له دې وروسته دافغانستان دحکومت ملاتړ ونه کړي . دافغانستان دروغې جوړې په چارو کې دامريکا ځانګړي استازي زياته کړه چې امريکا به له طالبانو سره له موافقې وروسته هم دافغانستان له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره خپلې همکارى ته دوام ورکړي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته