فرهنګ

په هغې غونډه کې چې د ملي شورا په مشرانو جرګه کې جوړه شوه، د اسلامي ثقافت دپايتخت په توګه دغزني ښار د اعلام په باب خبرې وشوې

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١١ :
په هغې غونډه کې چې د ملي شورا په مشرانو جرګه کې جوړه شوه، د اسلامي ثقافت دپايتخت په توګه دغزني ښار د اعلام په باب خبرې وشوې .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دملي شورا  د مشرانو جرکې  رييس فضل هادي مسلميار ددغې  جرګې دويم نايب او ځينو سناتورانو برخه لرله؛ داسلامي ثقافت دمرکز په توګه  دغزني ښار د اعلام په باب په نږدې راتلوونکي کې د مقدماتي غونډې لپاره د تيارى په باب داطلاعاتو اوفرهنګ  له وزير ډاکترسيدمخدوم رهين ، په  پارلماني چاروکې د دولت وزارت له مرستيال ډاکترکريم باز، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې  دپاليسي  اومسلکي معين  فريدمموزى او دماليې  وزارت د بودجې د لوى رياست  له اجرائيه  رييس سيدمحمدرفيق سره خبرې وشوې .
فضل هادي مسلميار د مقدماتي غونډې لپاره دښه تياري په باب دمصونيت  اوامتيازونو دکميسيون د رييس مکرم خان ناصري وړانديز او د غزني د ولايتي شورا د رييس پيشنهاد تائيدکړل اوله دغو مسوولينو څخه يې وغوښتل چې په مقدماتي غونډه کې اوپه  راتلوونکې کنفرانس کې دې بايد دغه ستر وياړ په ښه توګه ونمانځل شي  اوکورنيو اوبهرنيو ميلمنو ته دې تود هرکلي وويل شي .
وروسته هريوه په دې باب خپلې نظريې څرگندې کړې. وروسته دغو مسوولينو  ددغه پروګرام دلګښتونو دتمويلولو په  کارکې تيارى څرگندکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته