اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې څلور ډالره لوړوالې راغلى دى

کابلباخترد تلې د مياشتې٢٦
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت څلور ډالره لوړوالې راغلى دى. په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٣٤ ډالرو وړاندې کيدل، نن په ١٢٣٨ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٠٠ افغانيو، کويټي په٢٣٥٠افغانيو، سنګاپوري په٢٣٠٠ افغانيو، بحريني په٢٠٥٠افغانيو، عربي په٢٠٠٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په٠ ١٥٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته