ټولنه

په هرات کې د ادارو په تشو بستونوکې د کارکوونکو د استخدام بهير ګړندي کول

کابل/ د تلې ۲۲ مه/باختر
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د هېواد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون له رييس نادر نادري سره په کتنه کې د هرات د دولتي ادارو په تشو بستونوکې د رقابتي آزموينو د پړاوونو د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.
د هرات والي کابل ته د خپل سفر په دوام نن د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون له رييس وکتل او په رقابتي بهيرونوکې د استخدام چارو د ښه والي په موخه مشخص پيشنهادونه وړاندې کړل.
رحيمي د ښوونکو د تشو بـستونو په ګډون د ولسواليو په کچه په درېيمو واحدونوکې  د تشو بستونو کمښت ته په اشارې سره د اړتيا وړ بشري سرچينو د استخدام په اړه د کمېسيون د زيات جديت غوښتنه وکړه.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسيون رييس هم د ولايت د رغنده وړانديزونو د تحقق په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
ختم- ج- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته