سیاست

دراى ورکولو له مرکزونو څخه دولايتونو مرکزونو ته دانتخاباتي توکو دلېږدونې دبهير پيل .

کابل /دتلې ٧مه /باختر:
دراى ورکولو له مرکزونو څخه دولايتونو مرکزونو ته دانتخاباتي توکو دلېږدونې بهير پيل شوي دي
دانتخاباتو له ترسره کولو او درايو له شمېرنې وروسته د انتخاباتو دکمېسيون دکار دڅرنګوالي له مخې، دراى ورکولو صندوقونه دولايتونومرکزونو  او په پاى
کې  په کابل کې دکمېسيون مرکزي دفترته لېږدول کېږي .
دانتخاباتو دکمېسيون مرستيال عصمت الله مل وايي چې دولايتونو مرکزونو ته دراى ورکولو دصندقونو د لېږدونې بهير به درې ورځې ونيسي .
هغه وويل: له سختو لارو لرونکو او ناامنو ولسواليو څخه دولايتونو مرکزونو ته دانتخاباتي  توکواو په تېره بيا دراى ورکولو دصندوقونو لېږدونه د هوا له لارې او دملي دفاع اوکورنيوچارودوزارتونو دالوتکو په مرسته ترسره کېږي .
داپه داسې حال کې ده چې لاتراوسه پورې دهېواد په انتخاباتي محلونو کې درايو دشمېرنې بهير پاى ته نه دى رسيدلى .
ټاکل شوې ده دافغانستان دانتخاباتو کمېسيون دانتخاباتو لومړنۍ پايلې دروان کال دتلې دمياشتې په ٢٧ نيټه او وروستۍ  پايلې دلړم دمياشتې په ١٦ نيټه اعلام کړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته