امنیت

د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان ونیول شو

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٥ مه
د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست د منسوبینو له خوا د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان او د سلاح او مهماتو یوه ستره ډیپو کشف شوه.
د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست مسوولین وايي، د طالبانو دا مشهور قوماندان چې میاه محمد اغا نومیږي، له یو میل داشکې، کلاشینکوفونو او د ۸۲ ملي متري توپ مرمیو سره یو ځای د خاکجبار ولسوالۍ اړوند په چکرۍ سیمه کې او نیول شوی دی.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست منسوبینو په هلنمد ولایت کې د سړي تښتوونکو هغه څلور کسیزه ډله، نعمت الله د امیرمحمد زوی، امیر محمد د شیرمحمد زوی، نعمت الله د حاجي سردار زوی او رازمحمد د تورجان زوی له دوه موټرسایکلونو سره هم نیولې کومو چې څه موده وړاندې په یاد ولایت کې حاجي محمدګل د حاجي شیرمحمد زوی له یو عراده موټر سره تښتولی وو او وروسته یې په شهادت رسولی وو.
نیول شويو سړي تښتوونکو په خپل کړي جرم اعتراف کړی او دوسیه یې اړونده عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته