سیاست

افغان زيارت کوونکو ته لازمې اسانتياوې برابريږي

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
د بهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونده کې وويل: له عراق سره د موافقه ليک په لاس ليک کولوسره د افغانستان زيارت کوونکي ته لازمې اسانتياوې برابريږي.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دبهرنيو چارو وزارت ويندوى احمد شکيب مستغني په عراق کې د افغان زيارت کوونکو د ستونزو په اړوند د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې د هيواد د بهرنيو چارو د وزارت قونسلي هيئت عراق ته سفر وکړي او په عراق کې د افغان زيارت کوونکو د موافقه ليک د مادو د بشپړولو په باب ددغه هيواد له مقاماتو سره خبرې وکړي.
ده وويل: د افغانستان او عراق ترمنځ د دغه سند په لاس ليک کولو د زيارت کوونکوستونزې ډير ژر حل او د بهرنيو چارو وزارت له خوا به زيارت کوونکو ته لازمې اسانتياوې برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته