امنیت

شپاړلس کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
د افغان امنيتي ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ١٦ کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول.
دکابل د امن او عامه نظم قوماندان او د بدخشان د ګډ امنيتي همغږۍ کوونکي جنرال رحمان الدين رحماني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د امنيتي ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې د شاهين – ١٤ په نامه د مرغومي په ١٦نيټه په تګاب ولسوالۍ کې پيل شول او تراوسه پورې دوام لري؛ په دغې ولسوالۍ کې ١٦ کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول.
جنرال رحمان وويل: د دغو عملياتو په بهيرکې ٤ تنه طالبان ووژل شول؛ ١٥ تنه ټپيان او يوه اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
په دغو وسلو او مهماتوکې دوه موټرونه، دوه موټر سايکلونه ، څلور ميله ډول ډول وسلې، د زيګو يو ٩١ صندوق ګولۍ، لس ماينونه او د هاوان پنځلس ماينونه شته او تراوسه پورې امنيتي ځواکونه ته زيان نه دى اوښتى.
په دغو عملياتوکې د ملي اردو، ملي پوليسو او د سيمه ييزو پوليسو ځواکونو ګډون کړى دى چې د ازبکستاني، تاجکي، پاکستاني، عربي او د افغاني طالبانو په مقابل کې جنګيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته