کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر
د هرات د پنځم څلي د بیا رغونې چارې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د آغا خان فرهنګي موسسې او د ایتالیا د فلورانس پوهنتون په همکارۍ پیل شوې.
د هرات د تاریخي آبداتو آمر وايي، چې د دغه څلي د بیا رغونې چارې به د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعیم الحق حقاني د دغه ولایت د پنځم څلي د بیارغونې چارو د پیل په مراسمو کې د تاریخي آبدو پر ساتنې ټینګار وکړ.
د هرات پنځم څلی د ګوهرشاد بیګم د جامع جومات یو له تاریخي څلو څخه دی چې د ترمیمولو او مرمتولو کار یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ایتالیا د فلورانس پوهنتون او د آغا خان د فرهنګي موسسې په همکارۍ پیل شوی دی.
ع