امنیت

د ډار اچوونکو له شتون څخه د شينډنډ ولسوالۍ د څو کليو پاکېدل

کابل باختر دمرغومي يوولسمه
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې څوکلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
د امنيتي او دفاعي ځواکونو ګډ عمليات د کوماندو او ځانګړو قطعاتو په ملاتړ پرون د قلعه عمر، جوی غازي، محل کندز، ملا سپند، کوى غازي او د جبرآباد په کليوکې په برياليتوب سره ترسره شول چې له امله يې دښمن له دغو ساحو څخه وتښتيدل او دغو کليو د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
دغه راز د دښمن دوه کلکې پوستې چې په دغو ساحو کې شتون درلود،ويجاړې شوې.
د دغو عملياتو په بهيرکې د دغې ډلې د يوه کليدي قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته