فرهنګ

څه د پاسه دوه زره لرغونې سکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارلې شوې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١

د ملي امنيت د لوى رياست استازي نن د سپينو زرو ٢زره ٣٧٣ تاريخي سکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني ته وسپارلې.

د دغو تاريخي سکو د سپارلو په مراسموکې د ملي امنيت د لوى رياست استازي وويل: دغه تاريخي سکې د روان کال د لړم د مياشتې په بهيرکې د ملي امنيت د لوى رياست د منسوبينو د هلوځلو له امله د کابل ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې له يوې کنډوالې څخه ترلاسه شوې دي .

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير څرګنده کړه: د سپينو زرو دغه سکې د امير حبيب الله خان، امير عبدالرحمن خان او د ناصر الدين شاه قاجار په دورو پورې اړه لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د دغو آثارو د ترلاسه کولو په خاطر د ملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو د همکاريو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې د ملي امنيت لوى رياست تل د دغه وزارت ملي موزيم ته له قاچاق وړونکو او له غير مسوولو کسانو څخه د تاريخي او لرغونو آثارو په را ګرځولوکې زياته همکاري کړې ده چې د ستاينې وړ دى.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني دغه آثار په ملي موزيم کې د ساتلو په موخه د ملي موزيم د رياست سرپرست يحى محب زاده ته وسپارل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته