امنیت

په بدخشان کې دريو تنو ته دکومکي موادو دويش په وخت کې مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر دليندي اتمه :
په بدخشان ولايت کې دمرستې دموادو دويشلو په وخت کې دريو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
په بدخشان ولايت کې يوه امنيتي مقام دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې په بدخشان ولايت کې دوروستي زلزلې  له امله  په زيانمنو شويو کسانوله عربي متحده اماراتو څخه دميرمن سيهون له خوا خوراکي توکي او لګښتې  مالونه ويشل کيدل .
يوه اړونده خبرځاى وويل دمرستې دويش په وخت کې  دزيانمنو شويو کسانو له خوا دبې نظمۍ  اوګډوډۍ له امله چې  ددوى ترمنځ  دنښتې سبب شوې  دساحې امنيتي ځواکونو لاسوهنه  وکړه او په  ډزو سره يې غوښتل چې دبې نظمۍ  مخه ونيسي چې له امله يې په دې پيښه کې يو تن شهيد او دوه تنه  نور ټپيان شول .
  دبدخشان دمرکزي روغتون  دعاجلې  څانګې موظف ډاکتر وويل چې تراوسه پورې  له دغې  پيښې څخه ديوتن مړى او دوه تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي .  ويل کيږي  چې عربي متحده امارات په بدخشان ولايت کې دوروستۍ  زلزلې له امله په دوه زره  زيانمنو شويوکورنيو خوراکي توکي او لګښتي مالونه  ويشي .
  ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته