امنیت

دسرپل ولايت په مرکز کې ددريو ښوونځيو ودانۍ پرانستلې شوې .

کابل باختر دلړم  شلمه :

  دسرپل ولايت په مرکز کې ددريو ښوونځيو ودانۍ چې دجوړولوکار يې پخوا بشپړ شوى و پرانستل شوې .

دسرپل ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير جاويد جاويد دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددريو ښوونځيو ودانۍ دتوغني  هزاره  ، رحمت اباد او د اپريدو په کليو کې دملي پيوستون له بودجې او دخلکو په سلو کې دلسو په ونډې سره د ١٣ مليونو اووه  سوه درې ديرشو زرو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي چې دودانيو دنشتوالي له پلوه ددغو کليو دخلکو ستونزې لرې کوي  .

دسرپل والي محمد ظاهر وحدت ددغو ودانيو  دپرانستلو  کيدو له امله دسرپل ولايت خلکو ته مبارکي وويله او دسيمې له خلکو استادانو او زده کوونکو څخه يې وغوښتل چې ددغو ودانيو او ښوونځيو په ساتنه کې له هيڅ راز  هڅو او هاند څخه دډه ونه کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته