سیاست

اجرائيه رئيس له امنيتي مسوولينو او دخلکو له مشرانوسره دکابل دامنيتي حالت په باب خبرې وکړې

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
دهېواد اجرائيه رئيس نن له غرمې وروسته  دامنيتي بنسټونوله مسوولينو  او له کابل ښاريانوسره په کتنه کې  دپايتخت دامنيتي حالت په باب خبرې وکړې .
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې  دپايتخت امنيتي مسوولينو  وويل چې دامنيتي بنسټونو منسوبين به په ټول توان سره  هلې ځلې وکړي چې په هېواد  اوپه تيره بيا پايتخت کې  امنيت تامين  اوپه ټولو برخو کې به ددښمنانو توطيې  شنډې کړي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله   له دښمنانوسره دهېواد دامنيتي ځواکونو  دمبارزو  او دهېواد له ځمکنۍ بشپړتيا  او دخلکو دسر او مال ددفاع ،  له دولت  او وسله والو ځواکونو څخه دخلکو هر اړخيز ملاتړ وستايه   او هغه يې دافغانستان ددښمنانوپه وړاندې دبرياليتوب ستر عامل وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته