سیاست

جمهور رئیس غني د بلخ ولایت د څارنوالۍ پر ریاست ډله يیز تروریستي برید په کلکه وغانده

کابل_باختر_ د وري د مياشتې ٢١مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د بلخ ولایت د څارنوالۍ پر ریاست هغه ډله يیز تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېرهېوادوال شهیدان او یو ګڼ شمېر نورټپیان شول.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
جمهور رئیس غني د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه ناځوان مردانه او له وحشت څخه ډک عمل د افغانستان له خلکو سره د دوی د دښمنۍ ښکارندوی وباله، ويې ویل چې د افغانستان د خلکو ذلیل او ډارن دښمن تل زموږ پر بې ګناه ماشومانو او مېرمنو برید کړی او د هغوی په وژلو سره یې خپله وحشي څېره نړیوالوته ښودلې ده.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د افغانستان دښمنان د هېواد د ملي امنیتي ځواکونو پر وړاندې د درېدو توان نه لري، نو ځکه په تروریستي بریدونو لاس پورې کوي او په عامه ځایونو او ودانیو کې پر بې ګناه وګړي بريدونه کوي.
جمهور رئیس وویل چې تروریستان د هیڅ دین او عقیدې نماینده ګي نه شي کولای .
د افغانستان جمهور رئیس د هېواد له ټولو دیني عالمانو او له افغان ملت څخه غواړي چې په هېوادکې د ناروا وژنو د روانې لړۍ پرخلاف خپل غږ پورته او خپله دیني وجیبه یو ځل بیا ادا کړي.
د هېواد جمهور رئیس د دغه تروریستي ډله يیز برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له دربارڅخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته