سیاست

جمهور رئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي نیکولاس هیسم سره چې ماموریت یې پای ته رسېدلی،  د مخه‌ ښې کتنه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهور رئیس له افغانستان سره د مرستو او ملاتړ له امله د نیکولای هیسم او په مجموع کې د ملګرو ملتونو د هڅو مننه وکړه. 
ورپسې نیکولاس هیسم په افغانستان کې د خپل ماموریت له دورې خوښي وښوده او د افغانستان حکومت له ملاتړ او همکارۍ یې مننه وکړه.
جمهور رئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي استازي تادامیچي یوماموتو ته چې په دې کتنه کې يې حضور درلود، ښه راغلاست ووایه او د حکومت د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
ورپسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي استازي د خپل ماموریت په پیلولو خوښې څرګنده کړه، ويې ویل، د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي چې د ملګرو ملتونوسازمان او افغانستان ترمنځ  مناسبات لا پياوړي شي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته